455

لمر


لمر ټلویزیون په افغانستان کې له ټولو ستره نړیواله خصوصي تلویزیوني شبکه ده.چې د په زړه پورې سیاسي، ټولنیزو، ادبي، سپورتي هنري او ذوقي خپرونو په درلودلو سره یې دخلکو په زړونو کې ځای نیولی دی.

لمر ټلویزیون د۱۳۸۵ کال د زمري میاشتې په ۲۸نېټه چې دهیواد د خپلواکي دبیرته اخیستلو له نیکمرغه ورځې سره سمون لري په خپرونو پیل وکړ  او په ډیر لږ وخت کې یې وکړای شول دافغاني رسنیو په منځ کې مهم مقام ځان ته ځانګړی کړي.

لمر په افغانستان کې تر ټولو مشهور ټلویزیوني چینل دی چې په پښتو ژبه په افغانستان او له هیواده بهر خپرونې لري . د وروستیو څیړنو له مخې چې د با اعتباره نړیوالو ادارو له خوا ترسره شوې دي لمر ټلویزیون د هېواد په کچه د نورو ټلویزیونونو په منځ کې د څلورم مقام او په پښتون میشتو سیمو کې دلومړی مقام درلودونکی دی.

لمر ټلویزیون په ټول افغانستان کې دعادې انتونونواو فارس خلیج کې د سټلایت په مرسته لیدل کېدای شي. نن ورځ په افغانستان کې لمر ټلویزیون د باکیفیته ټلویزیوني سرګرمیو سمبول په توګه پېژندل کېږي.

لمر ټلویزیون تل هڅه کړې دخپلو خپرونو له لارې اصیل افغاني کلتور وځلوي او دافغانانو د کلتوري او تاریخي ویاړونو په اړوند په زړه پورې خپرونې ولري.

لمر ټلویزیون  لومړی ټلویزیوني چینل و، چې دکرکټ نړیوالې لوبې یې په ژوندۍ اوقانونې بڼه خپرې کړې د لمر ټلویزیون لخوا له پښتو او دري تبصرو سره د فټبال نړیوال جام فیفا او د آی سي سي کرکټ نړیوال کپ ژوندیو لوبو خپریدل په هېواد کې دننه او له هېواد څخه بهر د لیدونکو له تاوده هرکلې سره مخ شو.

لمر ټلویزیون  لومړی ټلویزیوني چینل و، چې په پښتو ژبه یې دسلام په نامه ټلویزیوني سریال جوړ کړ دغه راز د(ای،بي،سي) په نوم یوبل سریال دوام لري چې ددغه ټلویزیون په نوښت جوړ شوی دی.اوپه نیژدې راتلونکې کې به دسلام سریال ددوهم سیزن پرله پسې برخې درانه لیدونکې ننداره کړې.

دلمر ټلویزیون سیاسې خپرونواوخبرې ساعت دډیروهیوادوالوپاملرنه ځانته اړولې پر نورو هنري او ذوقي خپرونو سربیره د ګرانو لیدونکو د معلوماتي اړتیاوو په نظر کې نیولو سره هم د ادبیاتو، فرهنګ، موډ وفیشن نورو برخو کې(ستوري په لمن کې، زلما، لمر اوستوري، لمرڅرک رنګونه او ډالۍ،سندریزامیل سندرغاړی ،لونګین،  خپرونې لري.

لمر ټلویزیون د سریالونو او ډرامو ترڅنګ طنزیه خپرونو ته هم ځانګړې توجه کړې ده چې په ټولنیز سمون کې فعاله ونډه لري.

لمر ټلویزیون د دیني معلوماتو دخپرولو ترڅنګ اوونیزو دیني خپرونو ته هم ځانګړی پاملرنه کړې ده . دغه خپرونې د هیواد د دیني علماوو په ګډون د مهمو دیني مسایلو په اړه په زړه پورې بحثونه لري.

د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې لمر ټلویزیون نوې او په زړه پورې خپرونې د خپلو لیدونکو دبیلابیلو کتګوریوپه پام کې نیولو سره پیل کړې. هغه خپرونې چې د سږ کال په لومړیو دریو میاشتو کې په پام کې نیول شوې دي د مېرمنو، ماشومانو، ځوانانو او د ټولنې دنورو قشرونو لپاره دي ددې تر څنګ ټولنیزو او اقتصادي برخو ته هم پاملرنه پکې شوې ده .

څرګندونه

فیسبوک

سیستم ته ننوتل